اسرائیل دوه نور ایراني پوځي چارواکي ووژل

اسرائیل وايي چې په دې وروستیو ورځو کې یې

کاتس: په دې اوونۍ کې به پر ایران د حملو شدت ډېر شي

د اسرائیل ټایمز د رپوټ پر اساس، کاتس له پوځي چارواکو سره په یوه ناسته کې وویل: «په دې اوونۍ کې به د ایران تروریستي رژيم پر ضد او پر هغو زېربناو ېې چې ورباندې متکي دی، د اسرائیل او امریکا حملې د پام وړ ډېرې شي.»

د م. م. د اټومي څار اداره: په نطنز کې د وړانګو لیک نه دی شوی

دې ادارې وویل چې دا راپور تر څېړنې لاندې نیسي. د IAEA په خبرپاڼه کې، چې په X کې خپره شوې، د دې

ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته ډېره نژدې شوې ده

ترمپ پر ټولنیزې رسنۍ یو خپور شوي پیغام کې ويلي چېامریکا متحده ایالات خپلو اهدافو ته د نژدې کېدو په حال کې ده. خو هغه تر څنګ ټینګار کړی چې نور هېوادونه باید د هرمز تنګي له لارې د انتقالاتو پر بهیر نظارت کې برخه واخلي.

دونالد ترمپ او د هغه ادارې په ټوله جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د اهدافو په هکله ضد او نقیض پيغامونه خپاره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه جګړه اوس خپلې څلورمې اوونۍ ته د داخلېدو په حال کې ده او د امریکا دودیز همکاران ېې اړ اېستلي چې ورسره مقابله وکړي.

پوتین ایرانيانو ته د نوروز مبارکي ورکړه

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کريملین، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د نوروز د مبارکۍ پیغامونه ایراني رهبرانو: د اسلامي جمهوري رهبر آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای او ولسمشر مسعود پزشکیان ته استول شوي دي.»

نن د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۱مه برابره ده د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز ده. د نوروز دودیز جشن په ایران افغانستان او یو شمېر نور هېوادونو کې لمانځل کیږي.

نوې څېړنه: پر امریکايي اډو د ایران بریدونو کابو ۸۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, ډانیل بوش, د واشنګټن خبریال and Author, پاول براون او الیکس مورې, بي‌بي‌سي وریفای۲۱ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې


یوې نوې څېړنې موندلې چې په منځني ختیځ کې د امریکا له‌خوا پر کارېدونکو پوځي اډو د ایران بریدونو د جګړې په لومړیو دوو اونیو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر (۶۰۰ میلیونه پونډه) زیان اړولی دی.


د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د یو راپور او د بي‌بي‌سي د تحلیل له مخې، د دې زیان ډېره برخه د هغو لومړنیو غچ اخیستونکو بریدونو پر مهال رامنځته شوې چې ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته په لومړۍ اونۍ کې ترسره کړل.

ایران د «دیه‌گو گارسیا» پوځي اډې پر لور توغندي توغولي

ایراند هند اوقیانوس په دیه‌گو گارسیا ټاپو کې د امریکا متحده ایالتونو او بریتانیا د یوې ګډې پوځي اډې پر لور دوه بالستیک توغندي توغولي دي.  

«وال ستريټ ژورنال» او «سی ان ان» شبکې د امریکا د لوړپوړو چارواکو له قوله ويلي دي، چې دغه توغندي پر هدف نه دي لګېدلي.

ایران د خلیج جنجالي ټاپوګانو په سر اماراتو ته خبرداری ورکړ

د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل هغه څه چي بايد په پوه سئ د ایران پوځ متحده عربي اماراتو ته په دې هکله خبرداری ورکړی چې له

د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا هڅې

د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د عملیاتو په جریان کې او د منځني ختیځ د انرژۍ پر تاسیساتو د ایران له بریدونو وروسته د تیلو بیې مخ په لوړېدو دي. ...

د جاپان لومړۍ وزیرې د امریکا د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې ژمنه کړې

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ علان وکړ چې جاپان په الاباما او ټینیسي ایالتونو کې د کوچنیو اټومي ریکټورونو په برېښناکوټونو او همدارنګه په پنسلوانیا او ټکزاس کې د طبیعي ګازو د تولیدي تاسیساتو د جوړولو په پروژو کې پانګونه کوي. ...

د ایران په بریدونو کې د کویټ د تیلو چاڼځای زیانمن شوی

کویټ د جمعې په ورځ (مارچ ۲۰) وویل چې د دغه هېواد پوځ د ایران له‌ خوا د توغندیو او ډرون الوتکو یو لړ بریدونو ته ځواب ویلی، چې په کې هغه ډرونونه هم شامل وو چې د مینا الاحمدي د تېلو په چاڼځای کې د اور لیګیدو لامل شو. ...

د افغانستان او پاکستان اوربند: "نورستان او کونړ کې د توپ ګولۍ لګېدلې"

۳۵ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې


افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړو له لارې د اوربند له ټینګېدو یوه ورځ وروسته دافغانستان په ختیځ کې د راپورونو له مخې د توپ ګولۍ لګېدلې دي. د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د دې پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام‌اباد دا خبره رد کړې ده. په عمومي ډول د دواړو هېوادو ترمنځ اوربند دوام لري.


د نورستان ځايي چارواکي وايي، د اختر په لومړۍ ورځ یعنې پنجشنبه "پاکستاني لوري په کامدېش ولسوالۍ کې پر ملکیانو ډزې کړي او دوه کسان یې وژلي دي."

ايران او اسرائيل متقابلو بريدونو ته ادامه ورکړی

د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل



هغه څه چي بايد په پوه سئ


ايران او اسرائيل متقابلو بريدونو ته ادامه ورکړی

برلین د خلیج سیمې لپاره د وسلو صادرات اسانه کوي

ایران او اسرائیل تېره شپه پر یو بل توغنديزو بریدونه ته ادامه ورکړه. خو اسرائیل په عین حال کې ويلي چې د جنوبي پارس پر ګازي علاقو به بریدونه کم کړي. اماراتو او کويټ هم ویلي چې نن سهار وختي پرې د ایراني توغندیو بریدونه شوي.

ایران او اسرائیل تېره شپه پر یو بل توغندیز بریدونه کړي

د اسرائیل پوځ د جمعې په سهار وختي وويل چې پر ایران ېې بریدونه جاري ساتلي چې په کې ېې په پلازمېنه تهران کې نامشخصې «زیربنايي ساحې» په نخښه کړي دي.

په یوه اعلامیه کې ويل شوي چې اسرائیلي ځواکونو «د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه چې په کې ېې په تهران کې د ایران د تروریستي رژيم زېربناوې په نخښه شوې.» خو په اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. دغه حملې داسې وخت کېږي چې ایرانیان د نوروز دودیز جشن لمانځلو ته تیاری نیسي.

ایا د ایران جګړې کیم جونګ اون د شمالي کوریا راتلونکي ته اندېښمن کړی؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, سانګمي هاندنده, بي بي سي کوریا څانګه- سیول۲۱ دقیقې وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې


کیم جونګ اون ښايي له هغه وروسته چې امريکا او اسرائیل پر ايران جګړه پيل کړه، ډېر پېچلي فکرونه ولري.


شمالي کوريا په چټکۍ سره دغه بريدونه د "بې‌دلیله يرغليزې جګړې" په توګه وغندل.


اصلاً، دواړو هېوادونو له ۱۹۷۹ کال راهيسې يو "د امريکا ضد ائتلاف" جوړ کړی او وروسته يې د توغنديو د پراختيا پر بنسټ همکاري پياوړې کړې ده.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د صدراعظمې سره ګوري

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹ مه په سپینې ماڼۍ کې د جاپان د صدراعظمې سانايي تکایچي سره وګوري. ...

د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا د ملي استخباراتو د ...

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې، تولسي ګبارډ، ویلي چې پاکستان د پرمختللو توغندیزو سیستمونو په جوړولو کې پرمختګ کړی، او دا کار ښايي په راتلونکي کې د امریکا خاورې ته ګواښ پیښ کړي. ...

د افغانستان او پاکستان تر منځ موقت اوربند او د جګړې د درولو دپاره د ...

پاکستان او افغانستان وروسته له هغې چې د همدې اونۍ په پیل کې پر کابل د پاکستان په خونړي برید کې سلګونه کسان ووژل شول، د چهارشنبې په ورځ د (مارچ ۱۸مه ) اعلان وکړ چې د روژې د پای د اختر د لمانځنو پر مهال به جګړه دروي. ...